د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دوحه کې د بین الافغاني ناستې د پرانیستې په مراسمو کې په هېواد کې روانې جګړې ته په اشارې وویل چې د جګړې اصلي قربانیان خلک دي او څرګنده ده چې زیانونه یې چا ته رسېږي نو له همدې امله د اوسنۍ جګړې پای ته رسېدل د خبرو له لارې ممکن دي او پوځي لار پرته له دې چې د خلکو درد او غم نور هم ډېر کړي بله نتیجه نه لري. هغه زیاته کړې، دوحې ته تللی پلاوی د ټول افغانستان استازیتوب کوي او په هره اساسي موضوع د بحث او مذاکرې صلاحیت لري څو ټول یوې وروستۍ پرېکړې ته ورسوي. عبدالله ټینګار کړی دی چې که چېرته د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع شی نو ټول (د جګړې ښکېلې غاړې) به د خدای او خلکو پر وړاندې مسوول وي. د مصالې عالي شورا د معلوماتو پر بنسټ، د پرانیستې ناسته پای ته رسېدلې او له دې وروسته به اصلي مذاکرات پیلېږي.
































