وروسته تر هغه چې د پاکستان د ولسي جرګې غړي مفتي عبدالشکور وویل چې افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه د پاکستان د ساتنې لپاره اړینه ده او پاکستان ته په کار ده چې د دغې ډلې ملاتړ وکړي، د افغانستان ولسي جرګې د نوموړي څرګندونې د اسلام له دایرې او انساني خواخوږۍ لرې بللې دي. د ولسي جرګې له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د عبدالشکور یادې څرګندونې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف بولي، یادې څرګندونې په کلکو ټکو غندي او د افغانستان په چارو کې یې د پاکستان ښکاره لاسوهنه بولي، افغانستان اوس اسلامي جمهوري نظام لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې په کورنیو چارو کې یې مداخله وکړي. اعلامیه کاږي، نوموړی چې ځان دیني عالمان هم بولي خو بیا هم د افغانستان د خلکو چې ټول یې مسلمانان دي په وژل کېدو یې خوښي څرګندوي. ولسي جرګې د نوموړي دا څرګندونې د دواړو هېوادونو پر زیان بللې او د یاد هېواد له حکومت او ملی شورا څخه یې جدي غوښتنه کړې ده چې ددې ډول غیر اسلامي او غیر انساني څرګندونو او کړنو مخه ونېسي.
































