د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي چې په افغانستان کې به د پاکستان منفي لاسوهنې د یاد هېواد په بربادۍ پای ته ورسېږي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د پاکستان لاسوهنو په تېر کې هم ټوله سیمه له بربادۍ سره مخ کړې ده او دا ځل به یې هم پایله همدا شی وي. پښتین زیاته کړې، افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې نه یوازې افغانستان ته زیانونه اړوي بلکې د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته هم پښتانه د پخوا په څېر ستر زیان سره مخ کولی شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ولسمشر غني پرون په تاشکند کې یو کنفرانس ته په وینا کې د عمران خان په حضور کې وویل چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او په دې وروستیو کې له پاکستان څخه لس زره وسله وال افغان جګړې ته تللي دي.
































