عمران خان د سلسله علي خېل د ربړونې او تښتونې د عاملینو د نیولو امر کړی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی څو ددغه پېښې عاملین ونیسي. پاکستاني رسنۍ بیا وایي چې د کورنیو چارو وزیر هم د یادې پېښې د عاملینو د نیولو ژمنه کړې ده. سلسله علي خېل په پاکستان کې د افغان سفیر لور ده، چې تېره ورځ تر تښتونې وروسته شکنجه شوې او بېرته خوشې کړل شوې ده. دې مسئلې په افغانستان کې سخت غبرګونونه پارولې دي او ټولو سیاسي څېرو په پاکستان کې د افغانې نجلۍ پر وړاندې دغه کړنه غیر انساني بللې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړه. ځینې نړیوالو سیاسي او د بشري حقونو په برخه کې فعالو څېرو دا پېښه له شرمه ډکه بللې ده او پاکستان یې د بشري حقونو په نقض تورن کړی دی.
































