امریکا په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې نیابتي جګړه بایللې ده. نشنل انټرسټ نشریې په یوه مطلب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه روانه وه خو امریکا و نه ګټله او د پاکستان پر وړاندې بایلونکې شوه.سرچینه کاږي دا واضح خبره وه چې القاعده شبکې او همدا راز طالبانو د پاکستان مستقیم ملاتړ له ځان سره درلود او د القاعده مشر چې په امریکا کې د سترو بریدونو مسوول و په پاکستان کې ووژل شو. په مطلب کې راځي امریکايي چارواکي په لوی لاس د پاکستان د کړنو پر وړاندې چوپ و او ددغه هېواد پر وړاندې بایلونکي شوي دي. نشنل انټرسټ وایي اوس هم د جګړې د ختمولو اغېزناکه لار دا ده چې پر پاکستان فشارونه ډېر شي، دغه هېواد د جګړو له ملاتړه را وګرځول شي او په کابل کې د حکومت او سیستم د پیاوړتیا لپاره هڅې ډېرې کړل شي.
































