پاکستان دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په دغه هېواد کې د ترهګرو شته مرکزونه او امن پټنځایوه له منځه یوړل شي. د اروپايي پارلمان غړو د افغانستان د پارلمان له ځینو ښځینه غړو سره په یوه انلاین غونډه کې ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي. ددوی په خبره اروپا هڅه کوي افغانستان ته دایمي ثبات راشي او په دغه هېواد کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي. دوی همدا راز ټینګار کړی چې پاکستان باید د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، په دغه هېواد کې باید د ترهګرو امن پټنځایونه له منځه یوړل شي او په سیمه کې د ثبات لپاره پاکستان له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي. اروپايي پارلمان ټینګار کړی چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او اجازه نه ورکوي دلته شته لاس ته راوړنې له خطر سره مخ شي.
































