په اروپايي هېوادونو کې د سیلابونو د راوتو له امله د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې په اروپا کې د ځينو هېوادونو په ښارونو کې سیلابونو د درنو مالي زیانونو تر څنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي. تر دې دمه د سیلابونو د راوتو له امله د ۱۷۰ کسانو مړینه تایید شوې خو شاوخوا زر کسه نور لا درکه دي. سیلابونو تر ډېره د المان او بلجیم ځینې برخې ځپلې دي. پوهان بیا ددې سیلابونو راوتل له اقلیمي بدلون سره تړلې مسئله بولي او په دې باور دي چې که د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه په نړیواله کچه همغږې نه شي ښايي ټوله نړۍ په راتلونکو لسیزو کې له دې درکه زیانمنه شي. دا پېښې داسې مهال دي چې اروپايي ټولنې تازه په تازه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې یوه نوې تګلاره تایید کړې ده.
































