روسیې امریکا ته وړاندیز کړی و، چې په مرکزي اسیا کې یې له نظامي اډو د افغانستان د څارنې لپاره کار واخلي. رویټرز په یوه راپور کې ویلي د جون په میاشت کې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین جو بایډن ته وړاندیز کړی چې د افغانستان د څارلو لپاره په تاجکستان او قرغیزستان کې د روسیې له نظامي اډو استفاده وکړي. سرچینه وایي پوتین ویلي چې امریکا کولی شي له دې اډو په استفادې خپلې بې پيلوټه الوتکې په افغانستان کې د وضعیت د څارلو او اطلاعاتو د راټولولو لپاره وکاروي. پوتین دا شرط هم اېښی چې دا اطلاعات به د دواړو لورو ترمنځ شریکېږي او په ګډه به وضعیت کنټرولېږي، خو بایډن په دې اړه واضح ځواب نه دی ورکړی. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تازه په تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د اډو جوړولو لپاره د امریکا له هڅو سره مخالفت کړی دی. نوموړي ویلي امریکا ته به اجازه ور نه کړي چې په سیمه کې د افغانستان د څارلو په بهانه نظامي اډې جوړې کړي.
































