امریکا یو ځل بیا په فاریاب ولایت کې د تېرې جون میاشتې په ۱۶مه د افغان کومانډویانو د ډله ییزې وژنې غندنه کړې ده. په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي چې طالبانو په فاریاب ولایت کې جنګي جنایت ترسره کړی دی او دغه ډله باید د دې وحشیانه جرم پلټنه وکړي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا دا پېښه په کلکو ټکو غندي او دا وېرونکې پېښه نه بښل کېدونکی جنایت بولي. ویلسن ټینګار کړی دی چې طالبان د دې پېښې مسوول دي او باید څېړنه یې وکړي. د ویلو ده چې د روان میلادي کال د جون میاشتې په ۱۶مه په فاریاب کې ۲۲ افغان کومانډویان وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي خو یادې ډلې وژلي دي.
































