ایران وایي له امریکا او برېتانیا سره یې د لسو زندانیانو پر تبادله هوکړه کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي دوی همدا نن هم د زندانیانو تبادلې ته تیار دي خو امریکا په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي. خطیب زاده وایي له برېتانیا او امریکا سره د لسو زندانیانو پر تبادله هوکړه شوې چې ژر به عملي کړل شي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي چې ایران په غیر قانوني او غیر عادلانه توګه له کلونو راهیسې امریکايي وګړي په زندانونو کې ځوروي چې دا یې له ټولو قوانینو سره په ټکر کې عمل دی. ویل کېږي چې ایران او امریکا به د زندانیانو په تبادلې سره د اټومي تړون پر سر خبرې چټکې کړي او هڅه کوي په دې توګه د باور فضا پیاوړې شي. ایراني لوري دا هم ویلي چې پر اټومي هوکړه خبرې نوي ولسمشر ته د واک تر لېږد پورې ځنډېدلې دي.
































