په قطر کې د شخړو د حل او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات وایي چې د افغان سولې په اړه هیله مندۍ ډېرې شوې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې ښايي د افغان جګړې وروستۍ مرحلې وي او افغانان ډېر ژر د سولې شاهدان وي. هغه ویلي چې له قطر د افغان سولې په اړه ښه زيري پر لار دي. بلخوا په قطر کې روانو مذاکراتو ته نږدې سرچینې وایي چې مذاکرات په ښه فضا کې پر مخ روان دي او تمه شته چې ډېر ژر دواړه اړخونه د ستونزو پر حل هوکړې ته سره ورسېږي او یا هم په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شي. تر اوسه ددغه مذاکراتو د پرمختګونو په اړه له دواړو لورو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
































