د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د افغان جګړې په اړه څرګندونې کړې دي. نوموړي له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا په دوو لسیزو کې افغان جګړه ونه بایلله بلکې په ډېره سادګي یې له دغه هېواد څخه شاتګ وکړ. هغه زیاته کړې، امریکا ماتې نه ده خوړلې بلکې تسلیم شوې ده، دا د امریکا موقف ته په کتو ډېره اندېښمنونکې خبره ده خو څه چې حقیقت دي هغه باید وویل شي. هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پر پرېکړه نیوکه کړې ده او تینګار یې کړی دی چې دغه کار په هیڅ صورت باید نه وای شوی. بولټن څرګنده کړې، افغانستان د امریکا لپاره ډېر ستراتیژیک ارزښت لري خو امریکا په خپله خوښه دا موقعیت خپلو رقیبانو ته پرېږدي. هغه د جورج ډبلیو بوش څرګندونو ته په اشارې ویلي، د بوش څرګندونې د مکس وړ دي، هغه رښتیا ویلي د سرتېرو د وتلو پرېکړه به ډېر بد عواقب ولري.
































