روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۸۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۶۶ تنه مړه شوي او ۹۶۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. روغتیا وزارت وایي چې تر اوسه پورې په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۱ زره او ۴۹۹ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۲۱۳ ته لوړ شوی دی. دغه وزارت ویلي چې که څه هم په دې وروستیو کې په هېواد کې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي خو هېوادوال باید د دغه ویروس د کنټرولو لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































