ترکیه وایي له ایران سره پر پوله هره ورځ لسګونه هغه افغانان نیسي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته د اوښتو هڅه کوي. د ترکیې د امنیتي ادارو په خبره په دې غیر قانوني کډوالو کې ګڼ ایرانیان او پاکستانیان هم شامل دي خو تر ډېره افغانان وي. سرچینه وایي چې یوازې تېره ورځ شاوخوا ۱۶۰ غیر قانوني کډوال له ایران سره پر ګډه پوله نیول شوي چې ۵۹ یې افغانان دي. ترکیه وایي چې په افغانستان کې د جګړو له شدت سره دغه هېواد ته د کډوالو ورتګ هم ډېر شوی دی چې له امله یې دوی لا ډېرو امنیتي تدابیرو ته اړ شوي دي. تر دې وړاندې هم راپورونو ویلي چې هره ورځ لسګونه کسان هڅه کوي ترکیې ته او بیا له هغه ځایه اروپا ته ځانونه ورسوي.
































