له افغانستان په بېړه د امریکايي ځواکونو وتل به ټوله سیمه له ګواښونو او خطرونو سره مخ کړي. پخوانی امریکایي جنرال چې په افغانستان کې یې هم کلونه ماموریت ترسره کړی وایي امریکا د سرتېرو په ایستلو کې بېړه وکړه. د ډېوېډ پټریوس په خبره هېڅ داسې څرک نشته چې وښيي په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او یا ترهګرې ډلې ختمې شوې دي. دده په وینا وېره لري چې یوه ورځ امریکا شا ته وګوري او له افغانستان په وتلو پښېمانه شي. پتریوس همدا راز وایي چې د افغانستان نا امني به ټوله مرکزي او جنوبي اسیا نا امنه کړي نو له همدې امله له دغه هېواد وتل ښايي په لوړه بیه تمام شي. هغه په افغانستان کې وروستۍ جګړې او تاوتریخوالی هم خواشینوونکی بللی او ددغه تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
































