د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي چې طالبان لا هم جدي مذاکراتو ته چمتو نه دي. نوموړي په دوحه کې د افغان دولت او طالب پلاوي ترمنځ ترسره شوې وروستۍ ناستې ته په اشارې ویلي چې یادې ناستې هیڅ مثبتې پایلې نه لرلې او یوازې په یوې اعلامیې پای ته رسېدلې ده. نوموړي پر نړیواله ټولنه او د طالبانو پر ملاتړو هېوادونو غږ کړی دی چې دغه ډله جدي مذاکراتو ته وهڅوي څو په هېواد کې روانه جګړه هر څه ژر له سوله ییزو لارو پای ته ورسېږي. د ویلو ده چې په دوحه کې د افغان دولت او طالب پلاوي ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته پای ته رسېدلې او په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په یاده ناسته کې د سولې خبرو پر چټکتیا توافق شوی دی
































