د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي د امریکا او ګڼو نورو هېوادونو د سفارتونو له هغه ګډې اعلامیې هرکلی کوي چې په افغانستان کې یې د جګړو او روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې ده. ډاکټر عبدالله عبدالله یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي نو له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره هڅې ډېرې کړي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د اوربند جدي اړتیا ده ځکه روانه جګړه کې یوازې افغانان وژل کېږي او افغانستان ورانېږي. نوموړي له سولې او مذاکراتو د نړیوالو ملاتړ هم مهم بللی دی او د اعلامیې له خپروونکو هېوادونو یې د سولې په برخه کې د لا ډېرو هڅو غوښتنه کړې ده.
































