واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې په دغه هېواد کې د طالبانو له پرمختګ سره د بهرنیو ډيپلوماټانو ژوند هم ستونزمن شوی دی. ورځپاڼې زیاته کړې، سره له دې چې ملکي امریکایي چارواکي هڅه کوي چې افغانان په خپل منځ کې د سولې خبرو ته وهڅوي او په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي کړي خو بیا هم په دغه هېواد کې د بهرنیو ډیپلوماټانو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي. ورځپاڼه کاږي، طالبانو هم بهرنیو سفارتونو او ډیپلوماټانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی خو د دغې ډلې په خبرو اوس څوک پام وړ باور نه شي کولی. ورځپاڼه کې وړاندې راغلي، چې افغانستان کې اوسنی وضعیت ښه نه دی خو ټینګار کوي چې بایډن له افغانستانه د ځواکونو تر وتلو وروسته هم د دغه هېواد د ملاتړ خبره کړې ده او نوموړی به دغه هېواد یوازې پرېنږدي، ځکه چې افغانستان د امریکا لپاره له ستراتیژیک پلوه ځانګړی دی او ځانګړی به وي.
































