د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې د روانې جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه به وزیرستان د افغان سولې په اړه د یوې پراخې غونډې شاهد وي. نوموړي په یو ټویټ پیغام کې ویلي، مخکې چې به کله په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شو نو په وزیرستان کې به په یاد هېواد کې د جګړو د ډګر تودېدو لپاره غونډې جوړېدې خو په وینا یې ژر به په یاده سیمه کې د لومړي ځل لپاره د افغان سولې او ثبات لپاره غونډه جوړه شي. نوموړي ویلي چې په وزیرستان کې د جوړېدونکې غونډې موخه په افغانستان او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته امن او ثبات دی. دا غونډه وروسته تر هغه جوړېږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره په کویټه او پښتونخوا کې خلکو د طالبانو په ملاتړ لاریونونه کړي او په لاریونونو کې یې د یادې ډلې په حق کې شعارونه ورکړي دي.
































