د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېره غازي خان سیمه کې ترافیکي پېښه کې ۶۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پنجاب پولیسو ویلي چې په یاده پېښه کې ۲۸ کسان مړه شوي دي. د دوی په خبره، یو بس موټر چې له سیالکوټ نه راجنپور ته روان و، د ډېره غازې خان په یارشاه سیمه کې له یو ټېلر موټر سره ټکر شوی دی چې په پایله کې یې ۲۸ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. پولیسو ویلي چې ټپیان نږدې روغتونو ته لېږدول شوي او یو شمېر یې چې سرسري ټپيان شوي وو تر درملنې وروسته بېرته رخصت شوي خو د یو شمېر هغو روغتیایي حالت ښه نه دی. د پېښې د رامنځته کېدو علت تېز رفتار او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































