د جګړې ښکېل لوري دې د افغانانو له وژنې لاس په سر شي. پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا تمه ښودلې چې افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي. نوموړي پر طالبانو غږ کړی دی چې د جګړو د ختمولو لپاره جدي اقدام وکړي او له افغان حکومت یې هم غوښتي چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي. حامد کرزي همدا راز ویلي چې طالبان باید د عامه تاسیساتو له ویجاړولو لاس په سر شي ځکه دا د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانانو د هوساینې لپاره جوړ شوي تاسیسات دي چې ویجاړول یې له دې وطن سره ستره جفا ده. هغه ویلي افغانان یوازې د خبرو له لارې دلته روانه جګړه او ورور وژنه ختمولی شي نو له همدې امله د تهران او دوحې له وروستیو ناستو هرکلی کوي. پخواني ولسمشر تمه ښودلې چې تر اختر وروسته مذاکرات چټک او جګړې کمې شي.
































