د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په دوه ورځني سفر هند ته ځي. راپورونه وایي چې نوموړی به د روانې جولای میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه د هند له لومړي وزیر نریندار مودي او نورو چارواکو سره وګوري. هند ته د نوموړي د سفر موخه د یو شمېر نورو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې پر خرابېدونکي وضعیت خبرې اترې دي. دا هندوستان ته د ولسمشر بایډن په دوره کې د لوړپوړي پلاوي دویم سفر دی. تر دې د مخه د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین هند ته سفر کړی و او په سیمه کې یې د ګډو ګټو د تعقیب پر لارو چارو خبرې کړې وې.
































