د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې پاکستان دې د ملګرو ملتونو د لیست مطابق له ترهګرو ډلو سره کارنده مبارزه وکړي. هغه زیاته کړې چې یاد هېواد باید د سختدریځو ډلو پر ضد پلټنې وکړي او هغوی ته سزا ورکړي. پرایس څرګنده کړې چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او د غیر قانوني پېسو د لېږد د څار نړیوالې ادارې (ایفټيایف) له خوا د ورکړل شوي ۲۷مادهییز پلان پر ۲۶ بندونو عمل کړی دی او که چېرته پر پاتې یوه یې چې د ترهګرو ضد کارنده مبارزه ده هم عمل وکړي نو د دغې ادارې له خړ لیست څخه به وایستل شي. د یادونې ده چې هند پرون دغه سازمان ته ویلي وو چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو باید په خړ لیست کې پاتې شي.
































