پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې امریکا د افغان دولت د کمزوري کولو په هڅه کې ده. کرزي ویلي، د سولې تر جدي خبرو وړاندې امریکا هڅه کوي چې ځینې ولایتونه د طالبانو په اختیار کې ورکړي. نوموړی زیاتوي کله چې په واک کې و، طالبانو ده ته هم ورته وړاندیزونه کړي وو خو د نوموړي له مخالفت سره مخ شوي وو. کرزی زیاتوي امریکا او پاکستان په افغانستان کې افراطیت ته لمن وهي او له دې لارې غواړي چې جګړه ادامه پیدا کړي. پخواني ولسمشر له امریکا، روسیې او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې له سیاسي رقابتونو تېر شي او په افغانستان کې د واقعي سولې لپاره همکاري وکړي.
































