امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو لورو یې غوښتي چې تاوتریخوالی ودروي او یو دایمي اوربند ته غاړه کېږدي. په کابل کې د امریکا سفارت په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان روان تاوتریخوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او د جګړې پر ټولو لورو په ځانګړي ډول پر طالبانو یې غږ کړی چې د یوه هر اړخیز اوربند لپاره کار وکړي او ژر تر ژره دې افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسي. په اعلامیه کې د سولې خبرو پر دوام ټینګار شوی او ویلي چې د افغانستان کشاله یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده. په اعلامیه کې له وسله والو طالبانو غوښتل شوي چې ژر د سولې خبرو ته داخل شي او افغانان له روان کړاو څخه خلاص کړي.
































