د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونو زور اخېستی خو دغه ډله جګړې نه، بلکې سیاسي حل لارې ته چمتو ده. کابلوف ویلي، چې کېدای شي طالبان په راتلونکې کې ښارونه ونیسي، خو په وینا یې دغه ډله د ښارونو د ساتلو توان نه لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابلوف د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي طالبانو د خپلو څرګندونو په خلاف له سیاسي لارې د افغانستان د کړکېچ هواري ته چمتو نه دي. یاد وزارت ویلي چې د افغانستان حکومت د څه باندې شپږ زره طالب بندیانو په خوشې کولو، دوحې ته د باصلاحیته مرکچي پلاوي او په دې وروستیو کې د جګپوړي سیاسي پلاوي په استولو سره سولې ته خپله اراده او ژمنتیا ښودلې ده.
































