د افغانستان ګاونډ تاجکستان کې د ولسمشر امام علي رحمان په امر فوق العاده امنیتي احضارات نیول شوي دي. تاجکستان داسې وخت خپلو پوځیانو ته د هر ډول حالاتو د مقابلې لپاره د چمتووالي امر کړی چې د افغانستان په شمال په تېره بیا له تاجکستان سره پر پوله د افغانستان څو سیمې او عبوري ساحې د طالبانو لاسته لوېدلي او دې چارې د منځنۍ اسیا هېوادونه په تېره تاجکستان سخت اندېښمن کړی. امام علي رحمان نن امر کړی چې د دغه هېواد یو لک پوځیان او یو لک او دېرش زره احتیاطي پوځ په خپلو اډو کې د تیارسۍ په حالت کې و اوسي. دا د تاجکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی پوځي احضارات بلل شوي.
































