د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت دسپین غر ولسوالۍ اړوند د مامند درې سورقمر بازار سیمه کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۷ ماشومان ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سپین غر ولسوال محمد یاسین ویلي، چې د هاوان دوه مرمۍ د داعش ډلې له لوري توغول شوي، چې یوه یې بازار کې لګېدلې ده. ولسوال وایي، پېښه کې پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. له پېښې یوه ورځ وروسته نن هلته خلکو لاریون کړی. ولسوال ډاډ ورکړی، چې ژر به د پېښې قربانیانو ته حکومتي مرسته ور ورسول شي داعش ډلې تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
































