روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۱۹۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۴۴ زره او ۶۰۷ تنو ته ورسېد. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۳۱تنه مړه شوي او ۲۷۶ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۶۳۵۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۸۹ زره او ۹۸۲ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کرونا وبا لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
































