د امریکا کانګرس د هغه قانون طرحې ته رایه ورکړه چې په زرګونو افغانان چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو او د امریکا د حکومت سره د ژباړونکو او یا نورو برخو کې کار کړی، امریکا ته انتقال شي. په رای اچونه کې د استازو د خونې ۴.۷ وکیلانو ددې قانون په ملاتړ او ۱۶ غړو مخالفې رای ورکړې او ټاکل شوې چې دغه قانون د تصویب لپاره د امریکا سنا ته واستول شي.
































