اروپايي ټولنه غواړي له افغانستان او نورو ګاونډیو هیوادونو سره مالي مرستې وکړي څو د کډوالۍ مخه ونیسي. د اروپايي ټولنې دوو چارواکو ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخیستی، دغه ټولنه غواړي د کډوالۍ د مخنیوي له پاره له افغانستان او د دې هیواد له ګاونډیو سره مالي مرستې وکړي. اروپايي ټولنه اوس د یوه پلان پر اساس چې اوسمهال په ابتدايي مرحله کې دی، غواړي له افغانستان، پاکستان او په سیمه کې له نورو هیوادونو سره مالي مرسته وکړي. د اروپايي ټولنې دوو جګپوړو چارواکو او یوه دپلومات چې له دې موضوع باخبره دي، ویلي چې د دې پلان له مخې ایران ته هم پیسې ورکول کیږي. دغو چارواکو ویلي د دې کار څخه یې موخه دا ده څو کډوال خپل هیواد ته نږدې وساتي او اروپايي هیوادونو ته د مهاجرت د یوې بلې څپې مخه ونیسي.
































