د هند حکومت د یوې نوې څېړنې موندنې رد کړې چې وایي د دې هېواد په میلیونونو وګړي په کرونا وبا د اخته کېدو په وجه مړه شوي، په داسې حال کې چې د هند د روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښیي چې ۴۱۹ زره کسان دې ناروغۍ مړه کړي. د هند د حکومت په اعلامیه کې راغلي چې د اپرېل او مې په میاشتو کې د کرونا ناروغۍ په وجه د مړینو له زیاتېدو وروسته د هند څو ایالتونه اوس خپلې رسمي شمېرې نوې کوي. په امریکا کې د نړیوالې پرمختیا د تحقیقاتي مرکز ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې ښایي د ۳.۴ څخه تر ۴.۷ میلیونه کسانو پورې په هند کې د کرونا وبا له وجې مړه شوي وي. خو د هند حکومت ویلي چې “دا یوه بې پراو فرضیه ده” چې تصور وشي د نړۍ په ټولو هیوادونو کې د کرونا وبا د مړینو کچه یو ډول ده.
































