د طالبانو یو پلاوي د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، بریتانیا، فرانسې، ناروې، د ناټو ملکي استازي، یوناما او د قطر استازو سره غونډه کړې. د دې انلاین غونډې کوربهتوب د ایټالیې ځانګړي استازي جیانفرانکو پټروزیلا کړی او په کې د افغانستان په روان وضعیت، سولې پروسې، د طالب بندیانو پر ازادۍ، له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي. دې غونډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، د سولې په اړه د دوی په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی او دا ډله غواړي چې د افغانستان مسئله د خبرو له لارې حل شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دې غونډې ته وینا کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ویلي، دا ډله د واک انحصار نه غواړي او ټول افغانان باید د خپل هېواد په امنیت او سوکالۍ کې ونډه واخلي. غونډې ته د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ویلي، دوی له نړۍ سره د بشر حقونو، تعلیم او تعامل ته ژمن دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.
































