په هند کې د مهاراشترا ایالت په یوې لرې پرتې ولسوالۍ کې د موسمي بارانونو نه وروسته ځمکه ښویدلې. په پیښه کې ۳۶ تنه مړه شوي او شاوخوا ۴۰ نور تري تم دي. د ژغورنې ډلې وایي لسګونه تنه د خاورو خځلو لاندې ګیر پاتې دي او هغوی کوښښ کوي چې ویې ژغوري. د هند سمندري او هوایي ځواکونه هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري خو دا چې د ګوا او ممباۍ د ښارونو تر منځ لویه لاره د ځمکې ښویدنې په خاطر بنده شوې، د ژغورنې عملیات یې هم ستونزمن کړیدي. مسؤلین وایي چې د مهاراشترا د ایالت په یو شمیر سیمو کې په پرله پسې توګه ۲۴ ساعته باران وریدلی. د زیات ورښت له وجې پدې ایالت کې د واشیشتي سیند اوبه پورته شوې او ګڼ شمیر سړکونه او د خلکو کورونه یې د اوبو لاندې کړل.
































