روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۴۴ زره او ۸۳۴ تنو ته ورسېد. دغه وزارت ویلي، چې په یاده موده کې له دې وبا څخه ۳۶ تنه مړه شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۶۳۹۲ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکي وایي، کرونا وبا لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
































