ولسمشر غني او جو بایډن د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. ولسمشر غني په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې تېره شپه یې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني مکالمه لرله او په دې مکالمه کې پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي. د ولسمشر په خبره بایډن ژمنه ورسره کړې چې امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي او په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي. بایډن یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او په افغانستان کې بېلو سیاسي اړخونو ته په کار ده چې په ګډه سولې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي. ولسمشر غني وایي چې په دې تلیفوني مکالمه کې د دوه ا ړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم خبرې شوې دي. ولسمشر وایي، له افغان دولت سره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي مرستو پر دوام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنې هم په دې مکالمه کې ټینګار شوی دی.
































