دغه لاریون کوونکي وایي پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې خپلو نارواوو ته د پای ټکی کېږدي او ژر تر ژره دې په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه ختمه کړي. دوی ویل چې پاکستان په مستقیمه توګه په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا دی او نړیوالو ته په کار ده چې د پاکستان پر دغه کړنو سترګې پټې نه کړي. لاریون کوونکو پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی وباله او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه، امریکا، برېتانیا او د نړۍ نور هېوادونه او نړیوال بنسټونه دې دغه هېواد له خپلو بې شرمانه او غیر انساني کړنو را وګرځوي. تر دې وړاندې هم په نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو د پاکستان پر وړاندې لاریونونه کړي دي او ددغه هېواد کړنې یې غندلې دي.
































