د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وایي افغانستان ته د ثبات په راتګ ټوله سیمه له امنیت او پرمختګ برخمنېدای شي. د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف په لندن کې د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي. په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې پاکستان باید د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او دواړه هېوادونه کولی شي د متقابل درناوي له لارې خپلې اړیکې پیاوړې او پراخې کړي. نواز شریف ویلي افغانستان په سیمه کې مهم هېواد دی او ددغه هېواد په ثبات او امنیت سره به ټولې سیمې ته پرمختګ راشي. هغه ویلي پاکستان باید له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي او په سیمه کې دې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي. دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
































