د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناټو، ناروې او د برېټانیا استازو په یوې غونډه کې د افغانستان پر وضعیت او دوحه کې د افغانستان د سولې خبرو پر بهیر خبرې کړې دي. دغو ټولو استازو افغانستان کې د تاوتریخوالي په سملاسي بندولو ټینګار کړی دی. د یادو هېوادونو او بنسټونو استازو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له افغانستان سره د ټینګې ملګرتیا ژمنه کوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لړۍ له نږدې څاري. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان خلکو ډېره موده په شخړو کې تېره کړې او دوی په افغانستان کې، د تاوتریخوالي لوړې کچې، د طالبانو بریدونو او د بشري حقونو نقض ته اندېښمن دي. د ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ویلي، چې افغانستان کې د شخړې حل لپاره پوځي لار نشته او دوی به د امنیت شورا د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک پر بنسټ، چې ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی، افغانستان کې په زور جوړ شوي حکومت نه ملاتړ و نه کړي.
































