د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې دوی دغه هېواد ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلي وو او ښکاره ده چې دوی نه غواړي دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي. نوموړي له امایسانبيسي سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې د دوی ټوله توجه افغانستان ته ده، که چېرته یو ځل بیا له دغه هېواده د امریکا د زیانمنېدو ګواښ پيدا کېږي نو ډېر ژر به اقدام وکړي. هغه دغه راز ویلي چې طالبان په زور واک ته د رسېدو هڅه کوي چې د ده په خبره د واک تر لاسه کولو لپاره ډېره معقولې لارې شته نو نباید نور د جګړې پر دوام خپل ځان او هېواد ته زیان واړوي. هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې که چېرته طالبان د زور له لارې د واک تر لاسه کولو هڅه وکړي نو نه یوازې امریکا بلکې هیڅ بل کوم هېواد به یې ملاتړ ونه کړي. بلینکن د افغان کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او دلته یې د روانې جګړې د پای ته رسولو برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
































