روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۰۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۳۲ تنه مړه شوي او ۶۶۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۳ زره او ۸۶۹ ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۴۲۵ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې له تېر لوی اختر راهیسې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په ځوړ دي او لوړو زده کړو وزارت نن وویل چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به په ټولو ولایتونو کې په تدریجي ډول پوهنتونونه پرانیستل شي.
































