د راپورونو له مخې زرګونه کسان په څو ایالتونو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي او د سیلاب له امله د وژل شوو کسانو شمېر هم ۱۳۶ ته رسېدلی دی. ددې تر څنګ سلګونه نور ټپیان شوي هم دي. هندي چارواکي وايي چې له سیلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ پيل شوې ده او تر څنګ یې دوی هڅه کوي د خلکو د ژغورلو عملیات هم چټک شي. سرچینې وایي چې سیلابونو زرګونه جریبه زراعتي ځمکه او محصولات هم له منځه وړي دي چې مالي زیان یې ښایي میلیونونه ډالرو ته ورسېږي.
































