امریکا له هند سره د افغانستان په اړه خبرې کوي. ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن روانه اونۍ هند ته سفر وکړي او ددغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکې خبرې وکړي. ویل کېږي چې دا د کرونا وبا له پیل راهېسې هند ته د امریکا د لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر دی. ددې سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو باخبره ديپلوماتیکې سرچینې وایي چې د پاکستان د ګواښونو او په دغه هېواد کې د روان وضعیت په اړه هم ښایي له هندي چارواکو سره خبرې وشي. ددې تر څنګ د هند او امریکا ترمنځ د اړیکو پراختیا او جنوبي اسیا کې د وضعیت کنټرول هم ددغه لیدنو مهمه موخه ښوودل شوې ده.
































