د راپورونو له مخې د روسیې ددفاع وزیر سرګي شویګو له خپل تاجکستاني سیال سره د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی نو ځکه له دغه هېواد سره پراته هېوادونه باید د خپل امنیت لپاره اقدامات ډېر کړي. د شویګو په خبره دوی له تاجکستان سره خپلې پوځي مرستې نورې هم ډېروي او هڅه کوي په دغه هېواد کې خپلې نظامي اډې او د څار سیسټمونه نور هم پیاوړي او قوي کړي. روسيې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ بللی و له همدې امله یې له تاجکستان سره د پوځي مرستو د ډېرولو خبره کړې وه. بلخوا ټاکل شوې چې په راتلونکې میاشت کې ازبکستان، تاجکستان او روسیه په سیمه کې ګډ پراخ نظامي تمرینات هم ولري.
































