افغان حکومت وایي د اختر په ورځ یې پر ارګ د راکیټي بریدونو اصلي طراحان نیولي دي. کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پولیسو ځانګړې قطعې په یو لړ عملیاتو کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې هغه کسان نیولي چې د اختر په لومړۍ ورځ یې پر ارګ د راکیټي بریدونو پلان طراحي کړی و. ددغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي وویل چې دا بریدونه وسله والو طالبانو طراحي کړي وو او نیول شوي کسان هم ددغه ډلې غړي دي. دده په وینا ټولټال په دې تور څلور کسه نیول شوي چې تر دې وړاندې یې هم په کابل ښار او پغمان ولسوالۍ کې هدفي بریدونه او ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي وو. د اختر په لومړۍ ورځ د اختر د لمانځه د مراسمو پر مهال پر ارګ راکیټي بریدونه وشول چې تر دې دمه یې هېڅ ډلې مسوولیت نه دی منلی. طالبانو هم د افغان حکومت پر وروستیو څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
































