د ایران پخوانی ولسمشر وایي په افغانستان کې د طالبانو اوسنۍ کړنې یوازې د نړۍ زبرځواکو هېوادونو او ددوی پلانونو ته ګټه رسولی شي. محمود احمدي نژاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو اوسنۍ کړنې د منلو نه دي او افغانستان به د جګړې پر ډګر بدل کړي. دده په خبره طالبان دمګړی د سیمې د قدرتونو ملاتړ له ځان سره لري، خو په دې باید پوه شي چې یوه ورځ یې دا هېوادونه له ملاتړ لاس اخلي او بېرته یې پر وړاندې درېږي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو اوسنۍ کړنې یوازې د نړۍ زبرځواکو او مستکبرو هېوادونو ته ګټه رسوي او افغانستان ته یې یوازې زیانونه او ورانۍ پاتې کېږي. احمدي نژاد وایي افغانان مستقل خلک دي او باید ددوی رایې ته درناوی وشي او حق لري چې د ازادو ټاکنو له لارې خپل حکومت او خپل نظام انتخاب کړي. نوموړي له طالبانو غوښتي چې له خپلې اوسنۍ تګلارې په شا شي او نورو ته د ګټو رسولو پر ځای دې خپل هېواد ته ګټه ورسوي.
































