روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۴۲۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۵۲ تنه مړه شوي او ۱ زر او ۲۲۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۴ زره او ۲۸۵ او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۴۷۷ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت وایي چې که څه هم د کرونا وبا مثبتې پېښې په کمېدو دي خو هېوادوال دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































