د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر اوسني وضعیت او دلته پر روانه جګړه خبرې اترې کړې دي. راپورونه وایي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې جګړه د حل لار نه ده او ښکېلې غاړې دي د جګړې پر ځای د خبرو له لارې افغان ستونزه حل کړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې دوی به د سولې او له کرونا سره د مبارزې برخه کې د افغانستان لاسنیوي ته دوام ورکړي. بلخوا محمود قریشي ویلي چې په افغانستان کې د چین او پاکستان ګټې ګډې دي او دوی به په ګډه د افغان سولې لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.
































