امریکا وایي د افغان ځواکونو په ملاتړ به خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي. د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبانو خپل بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی نو دوی اړ دي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته را وګرځي. دده په خبره دوی به په اړینو مواردو کې له بهره د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه کوي. مکینزي دغه راز ویلي چې افغان ځواکونه له سخت وضعیت سره مخ دي خو ددې وړتیا لري چې خطرونه دفع کړي. هغه زیاته کړې چې له افغان ځواکونو به د جګړې په ډګر کې د امریکا ملاتړ دوام کوي. هغه یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو اوسنی تاوتریخوالی د منلو نه دی او په افغانستان کې د جګړې د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي. مکینزي له ولسمشر غني سره هم کتلي او له نوموړي سره یې هم په خبرو کې ټینګار کړی دی چې له افغان ځواکونو به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او په وینا یې د امریکا او افغانستان ترمنځ شته ژمنې پر خپل ځای دي.
































