پخوانی امریکایي استخباراتي چارواکی وایي په افغانستان کې د امریکا جګړه ناکامه او له ستونزو ډکه وه. فلېپ ژېرالد چې کلونه یې په سي ای اې کې د ترهګرو پر ضد د مبارزې د متخصص او همدا راز په دغه بنسټ کې د اطلاعاتي افسر په توګه دنده ترسره کړې وایي امریکا د افغانستان له جګړې هېڅ هم تر لاسه نه کړل. هغه وایي د شلو کلونو په تېرېدو لا هم له امریکایانو سره د افغان جګړې واضح تعریف، موخه او پایلې نشته دي. هغه زیاته کړې چې د امریکا جګړې یوازې تریلیونونه ډالر لګښتونه او زرګونه قتلونه له ځان سره لرل او د وضعیت د ښه کېدو پر ځای یې په ټوله نړۍ کې وضعیت خراب او ترینګلی کړ. هغه په دې باور دی چې امریکا په افغانستان کې جګړه لا هم نه ده ختمه کړې او په دې نه ده بریالۍ شوې چې په دغه هېواد کې د یوې اوږدې جګړې لمن ټوله کړي، بلکې ټوله سیمه یې له نوو وېرو او اندېښنو سره مخ کړې ده. ژېرالد زیاته کړې، امریکا په دې پوه شوه چې په افغانستان کې له ماتې سره مخ ده، نو ځکه له دې هېواد په شا شوه او له دې ځایه شاتګ منظم او پلان شوی کار و، چې هر څه د امریکا په زړه مخ ته لاړل.
































